Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

زده‌کوونکې: طالبان دې د پرمختللي افغانستان لپاره نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي

0
مرسل پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د لسم ټولګي زده کونکې وه.


اوس نږدې ۱۱۱ ورځې کیږي چې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او د ژوند دغه بې برخلیکه حالت یې اندېښنې ورځ تر بلې زیاتوي.


هغه وایي د زده کړو کول یې شرعي او مشروع حق دی.


مرسل وایي په تمه ده چې د طالبانو د دیني عالمانو د شورا ناسته دې ژر تر ژر ترسره شي چې د دې او زرګونو نورو افغان نجونو د ژوند برخلیک مالوم شي.


هغه له طالبانو غواړي چې د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.


مرسل ازادي راډیو ته وویل: "ښوونځي تړلي دي. نجونې او مېرمنې یو نامعلوم حالت تېروي او معلومه نه‌ده چې څه یا څه پرېکړه به وشي؛خپل ښوونځي او استادانو پسې دق شوې یمه؛ ان د خپلو استادانو قهر او غصې پسې خفه شوې یمه.د طالبانو حکومت باید پوه شي چي که نجونې تعلیم وکړي او ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي نو راتلونکې کې به خپل هېواد او ولس ته خدمت وکړي؛تعلیم او زده کړه د نجونو شرعي حق دی"




خو په اوس کې دا د نجونو او ښځو یواځینۍ ستونزه نه ده.


افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو څه د پاسه ۴ میاشتې تیریږي خو لا هم ښځې او نجونو د کار اجازه نه لري.


پروانه د اګست له ۱۵مې او د جمهوري نظام له سقوط وړاندې په مالیې وزارت کې د یوې برخې مدیره وه.


هغه وایي د دیني عالمانو د شورا ناستې ته په تمه ده ځکه تر دې وړاندې ویل شوي دي چې د افغانستان د دیني عالمانو ناسته به جوړه شي او په دې ناسته کې به د افغانستان د نجونو د تعلیم، زده کړو او کار په اړه بحثونه او سلا مشورې وشي.


پروانه د خپلو سختو ورځو یادونه کوي او وایي:" کورکې مو نارینه هم ټول بې کاره دي، موږ هم دندې ته نشو تلی؛ ټول افغانان در په در او خاورې په سر شوي دي. موږ له نړیوالو غواړو چې زموږ غږ دې واوري او د علماوو له شورا غواړو چې ژر تر ژره دې ناسته وکړي.اسلام موږ ته حق راکړی دی؛ د اسلام پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې بهترینه زده کړه هغه ده چې ته ترې ټولنې ته یو څه وړاندې کړې".


نږدې یوه میاشت وړاندې او د روان لمریز کال د قوس په ۱۹نېټه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي وو چې ټاکل شوې د دیني عالمانو یوه ناسته حکومت ته د سیاسي مشورو د ورکړې په تړاو ترسره شي.


هغه ویلي وو چې په دې ناسته کې به د د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په تړاو خپل نظریات د طالبانو له حکومت سره شریک شي.


هغه دا هم ویلي وو چې د دیني عالمانو په دې ناسته کې به ښځې نه وي خو له هغو ښځو سره چې په شریعت پوهیږي او دیني مالومات ولري مشورې به وشي.




اوس چې د افغان نجونو او ښځو لپاره دا ناسته برخلیک ټاکونکې بلل کیږي پوښتنه دا ده چې ولې د یوې میاشتې په تېرېدو سره د دغه ناستې د جوړیدو د څرنګوالي او نېټه مالومه نه ده؟


د دې ترڅنګ طالبانو ویلي وو چې د ښځو د زده کړو او کار په تړاو به هم د دې حکومت طرزالعمل جوړ کړي خو ظاهراً چې تراوسه په دې تړاو څه نه شته.


د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د له مرستیال بلال کریمي نه مو پوښتنه وکړه چې دغه ناسته به کله، چیرته او څنګه به ترسره شي؟


خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې مو کوم ځواب ترلاسه نه کړ.


یو شمیر د ښځو د حقونو فعالې وایي چې څه د پاسه څلور میاشتې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په تړاو د طرز العمل د جوړېدو په پلمه ضایع شوې ده.


تورپېکۍ مومند، د افغان ښځو د سولې او ازادۍ سازمان مرستیاله وایي چې د دیني عالمانو د شورا ناسته او د دې ترڅنګ هغه کې د ښځو د حقونو په تړاو مشورې هم د طالبانو له خوا تش په نامه ژمنې دي.


هغې ازادي راډیو ته وویل:زه فکر کومه د دوي«طالبانو» لیدلوری ټولې ژمنې دي نه عمل؛زه نپوهیږمه چې په دې اړه کره نېټه ولې نه معالومیږي خو باید چې مالومې شي؛ که چیرته علماوو د شورا ناسته هم لکه د طرزالعمل په څیر یواځې یوه وعده وي نو دا په دې معنا ده چې طالبان د نجونو د تعلیم لپاره هېڅ برنامه نه لري او ژمن هم نه دي"


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تراوسه د هېڅ کوم هېواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل شوی او بشري او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی هغه څه دي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پیژندې لپاره شرطونه ټاکلي دي.


خو په اوس کې دا د نجونو او ښځو یواځینۍ ستونزه نه ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net