Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

اقتصادي بحران او په افغانستان کې د بانکونو نه حلېدونکې ستونزې

0
په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې افغانان وايي، د سړې هوا سربېره یې له بانکونو د خپلو پیسو د ایستلو بهیر د ستونزو لمن نوره هم پراخه کړې.


د دوی په خبره، د خپلې پانګې د ایستلو لپاره اړینه ده چې ساعتونه ساعتونه د بانکونو مخ ته په جوړو شوېو کتارونو کې ودرېږي.


کابل مېشتي احمد ازادي راډیو ته وویل، په یوه خصوصي بانک کې ډالري اکاونټ لري، خو په خبره یې په کې خپلو شخصي پیسو ته لاسرسی نه لري: "ستونزې ډېرې دي. که ډالر په بازار کې سل افغانۍ وي، دوی یې کم حسابوي. په هرو سلو ډالرو کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو زیان کوم. وړاندې یې اوونۍ کې ۲۰۰ ډالر ورکول اوس ۴۰۰ ورکوي، خو دا ستونزه نه حلوي. موږ نیمه شپه ځوو، نمبر نیسوو، خو دا چې پیسې به را ورسېږي که نه، معلومه نه ده."




یو بل کابل مېشتی علي حسین وايي، ان د هغو پیسو په ایستلو کې ستونزې سره مخ دی چې د ویسټرن یونین له لارې ور استول شوي: "دوه، درې ورځې کېږي چې په دې سړه هوا او واوره کې چې ناامني هم زیاته شوې، سهار وختي راځم. هر بانک ته ورځم، خو پیسې نه راکوي، نه پوهېږم چې څه ستونزه ده. بهانه یې دا ده چې موږ ویسټرین یونین نه لرو. په داسې حال کې چې دوی دا خدمات لري. کله دا وايي چې سیسټم خراب دی، لنډه دا چې موږ سرګردانه کوي."


خو هغوی چې بیا په په دې بانکونو کې یې نسبتاً ډېرې پیسې پرتې دي، له دې لا ډېرو ستونزو سره مخ دي.


کابل مېشتی نظر محمد وايي، په یوه خصوصي بانک کې یې زیاتې پیسې پرتې دي او وضعیت دا ډول دوام وکړي، کلونه باید په تمه شي چې خپلې پیسې واخلي.دی وايي، په هغو لږو پیسو چې هره اوونۍ یې اخلي، هیڅ هم نه شي کولای: "سهار څلور بجې باید نوبت ونیسم. څلور ورځې وړاندې دې نوم اخلي او هغه پیسې چې را کوي نه مو ترې خیر کتلی او نه هم برکت. زما هیله دا ده چې د خصوصي بانکونو په اړه یوه پرېکړه وشي، څو حالت نورمال شي. نږدې شپېته تر اوویا زره ډالر پانګه مې بانک کې ده او بیخي حیران یم چې څه وکړم؟"


د اګسټ له ۱۵مې وروسته چې طالبانو کابل ونیوه، په افغانستان کې بانکي خدمتونه له ستونزو سره مخ شول، سره له دې چې طالب چارواکو په ځلونو د دې ستونزې د حل ژمنه کړې، خو د پنځو میاشتو په تېرېدو سره، لا هم په خپل ځای ده.


واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د نړیوالې ټولنې له‌خوا له افغانستان سره مالي مرستې بندې شوې. دې کار د افغانستان په بانکي سیسټم بد اغېز وکړ او نږدې ټول بانکونه یې د پیسو له کمښت سره مخ کړي.


خو د افغانستان بانک چارواکي د تل په څېر یو ځل بیا د دې ستونزې د حل ژمنه کوي، هغه ژمنه چې په تېرو پنځو میاشتو کې لا پوره شوې نه ده.




د دغه بانک ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل:"د افغانستان بانک هڅه کړې چې په دې برخه کې اسانتیاوې راولي. موږ د خلکو د ستونزو په اړه د خصوصي بانک له مسوولانو سره خبرې کړي او ورته مو ویلي چې مشتریانو ته باید لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د بانک مسوولانو هم ژمنه کړې چې د خپل توان پورې به دې ستونزو ته پام وکړي. موږ د خلکو غږ بیا هم سوداګریزو بانکونو ته رسوو او هڅه مو همدا ده چې د خلکو ستونزې حل شي."


افغانان وايي، د ای‌ټي‌ام ډېر ماشینونه چې له لارې به یې په ډېرې اسانۍ خپلې پیسې ویستلې، اوس غیر فعال دي. له همدې امله خلک بانکونو ته ځي او هلته په اوږدو کتارونو انتظار باسي.


د اګسټ په ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د افغانستان بانکي زېرمه یې کنګل کړې، دې پیسو ته اوس طالبان لاس‌رسی نه لري او افغانستان کې اقتصادي بحران ته لار پرانستې.


د دې تر څنګ د نړیوالو له ‌خوا د طالبانو له حکومت سره مالي مرستې هم بندې شوې او دې کار هم د افغانستان اقتصادي بهیر اغېزمن کړی.


د طالبانو له حکومت مخکې د تېر جمهوري نظام ۷۵ سلنه کلنۍ بودجه په بهرنیو مرستو ولاړه وه، د دې مرستو په درېدو سره د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو سازمانونو د افغانستان د اقتصادي بحران او سقوط په اړه خبرداری ورکړی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net