Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2022

طالبانو کابل ښار کې د ۱۵ ښارګوټونو د اسنادو ارزونه پیل کړې

0
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د یو شمېر استوګنیزو ښارګوټو د اسنادو څېړل پیل کړي دي.


د دغه وزارت ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د ځمکو او ښار جوړونې وزارت سره په همغږۍ له نږدې یوه نیمې میاشتې راهیسې د کابل ښار په، پنځمې، شپږمې، اتمې، لسمې، ۱۲مې،۱۷مې ناحیو کې، همدا راز په بګرامیو، ده سبز، پغمان او شکر درې ولسوالیو کې د ښارګوټو او ځمکو په تړاو خپلې ارزونې پیل کړي دي.


محمد بشار ازادي راډیو ته وویل، تردې مهاله دغه وزارت ۲۷ ښارګوټي بر رسي کړي چې له دې ډلې د ۱۵ ښارګوټونو د اسنادو څېړنه پیل شوي دي.




نوموړی وايي: "د کابل ښار څو ناحیو کې مو له څېړنو وروسته ۲۷ ښارګوټي بر رسي کړي چې له ډلې یې د ۱۵ ښار ګوټونو اسناد تر څېړنې لاندې دي. دې څېړنه کې د نورو بڼسټونو او اداراتو په مرسته، دولتي ځمکې او نور عام المنفعه ځایونه شامل دي او که موږ ته ثابته شي چې دغه سیمو کې دولتي ځمکې او یا عام المنفعه سیمې غصب شوي، نو قانوني چلند به ورسره وشي."




ښاغلی بشار زیاتوي، د متخلفیونو دوسیې به عدلي او قضایي بڼستوټونو له لوري وڅیړل شي، خو نوموړي د دغه ښارګوټونو نومونه وانه خیستل او نه یې هم په اړه ډېر جزییات ورکړل.


د افغانستان د روڼټیا د څار بڼسټ اجراییوي مشر سید اکرام افضلي ازادي راډیو ته وویل، د ځمکو غصب د تېر حکومت د واکمنۍ پرمهال یوه مهمه ستونزه وه او اوس اړتیا ده چې په دې تړاو عادلانه پرېکړه وشي.


ښاغلي افضلي زیاته کړه: "مخکیني حکومت کې له شخصي اړیکو په ګټې اخیستنې، په دولتي ځمکو کې غیر مسلکي او غیر مشروع ښار ګوټي جوړ شوي وو، اوس باید دغه ښارګوټي په دقیقه توګه وارزول شي او په دې تړاو عادلانه پرېکړه وشي."


خو د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایي، باید هغه کسان چې نه پوهېدل او معلومات یې نه درلود چې دغه ښارګوټي په دولتي ځمکو کې جوړ شوي د دې ارزونې قرباني نه شي.


روح الله تلاش چې یو ملګری یې دغه ښارګوټو کې کور اخېستی ازادي راډیو ته یې وویل، د طالبانو حکومت باید ته پام کې وکړي چې د محاکمو په پرېکړو کې عام خلکو ته زیان ونه رسېږي.




دی وايي: "خلکو په دې ښارګوټونو کې مصرف کړی او کورونه یې جوړ کړي دي. همدغه خلکو له غاصبینو په قانوني توګه ځمکه اخېستې. موږ اوس له اسلامي امارته غواړو چې داسې پرېکړې دې وکړي چې عام خلکو ته زیان ونه رسېږي."


په ورته وخت کې یو شمېر حقوق پوهان هم په دې نظر دي چې که هره پرېکړه کېږي باید د قانون پر بڼسټ وي او عام خلک په کې زیانمن نه شي.


حقوقي کارپوه محمد بصیر حقیار ازادي راډیو ته وویل: "د عامه مصالحو یا د دې پراخه تاوان د مخنیوي لپاره که داسې وشي چې هغه ځایونو کې چې مصارف پرې ډېر زیات د غاصبینو له خوا شوي دي، د دې لپاره د اسلامي امارت له خوا یو داسې قانون وضع شي چې هغه کې د لویو تاوانونو مخه ونیول شي او هغه کې د غاصب سره داسې یو برخورد وشي چې عامه منافع هم په کې متصرر نه شي او هغه ته یو ګټه ورسېږي، یعنې که وکولی شي د عادلانه خرڅلاوو لاره یې برابره شي دا به ښه وي خو هغه چې خصوصي املاک وي، زه فکر کوم د خصوصي املاکو په اړه باندې په هېڅ صورت باندې دا قابل د فروش نه دي، مګر هغه چې د خصوصي ملکیت خاوند دې خپله وغواړي، نو دا باید مسترد شي."


خو د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د دغه وزارت دنده یوازې د دغه ښارګوڼو د اسنادو ارزونه او بیا د محکمې ته غاصبیونو پېژندل دي او اصلي پرېکړه به بیا محکمه وکړي.


د طالبانو د حکومت د ښارجوړونې وزارت د ویاند د دفتر د معلوماتو پر بنسټ چې ازادي راډیو سره یې شریک کړي دي، د کابل ښار نېږدې ۷۵ سلنه ښارګوټي په غیرپلاني توګه جوړ شوي، خو دا چې له دې ډلې څومره په غصبي ځمکو اباد شوي جزییات نه لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net