د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې سره ګوري
نوي ډهلي وايي چې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې سره وګوري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون د سپټمبر په ۲۰ دا خبر ورکړ.
دا اعلان وروسته له دې کېږي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان خپل هندي سیال نریندرا مودي ته په یوه لیک کې د کشمیر په ګډون دواړو هېوادونو ترمینځ د کړکېچونو او لانجو د حل په خاطر د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رویش کومار خبریالانو ته وویل چې د هند او پاکستان ډيپلوماتان د دواړو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو د غونډې پر جزییاتو د کار په حال کې دي.
د نوموړي په وینا دا کتنه د پاکستان له غوښتنې سره سمه ترسره کېږي.