د جوزجان چارواکي: موږ اضافي ځواکونو ته اړتیا لرو
د جوزجان امنیتي چارواکي وايي چې دې ولایت ته د مرستندوی ځواک په استولو کې ځنډ د دې باعث شو چې په خماب او قرقین ولسوالیو کې د طالبانو پرضد عملیات لاهم نه دي پیل شوي.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر عبدالحفیظ خاشع آزادۍ راډیو ته وویل، د دې دوو ولسوالیو ډېرې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي. ښاغلي خاشع زیاته کړه:
"له چارواکو څخه مو غوښتنه وکړه چې موږ ته اضافي ځواکونه مرستې ته راواستوي څو عملیات پیل کړو او دا دواړه ولسوالۍ "قرقین او خم اب" وژغورو."
د راپورونو له مخې د جوزجان ولایت خماب ولسوالي نژدې دوه اونۍ مخکې وسله والو طالبانو ونیوله او چارواکو وروسته وویل چې د قرقین ولسوالۍ پر ډېرو سیمه هم طالبانو ولکه ټینګه کړې.