په هند کې د افغاني او هندي سوداګریزو توکو یو نندارتون جوړېږي
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارتون کې د افغانستان بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته ايښودل کېږي چې د پرانيستې په مراسمو کې یې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه چارواکي هم ګډون کوي.
ښاغلی قوقندي وايي، د ياد نندارتون د جوړولو هدف، د افغانستان کورني تولیداتو ته د بهرنیو پانګوالو او سوداګرو پام اړول دي.
د ده په خبره، د افغانستان او هند دغه سوداګریز نندارتون کې د ګډون لپاره د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو ته بلنلیکونه لېږل شوي، څو په خپل ګډون سره د افغانستان د کورنيو تولېداتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
