د اسیا په تکواندو سیالیو کې افغان لوبغاړو مډال ترلاسه نهکړ
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې څلور افغان لوبغاړو شریف مرادي، محسن رضايي، احمد بخشي او رامش حسیني په مختلفو وزنونو کې ګډون کړی و.
ښاغلی پیمان وايي، افغانستان په دغو سیالیو کې د درېیو بریاوو او څلورو ماتو سره ونهتوانېد چې مډال خپل کړي.
د اسیا د تکواندو ۲۳م پړاو سیالۍ د مې له ۲۴مې نېټې نه تر ۲۸مې نېټې پورې د ویتنام په هوچي ښار کې ترسره شوې.
