کوهي: د ۴۸ فدراسیونو د مشرتابه ټاکلو انتخابات ترسره شوي
د دغه ریاست د فدراسیونو امر محمد اعظم کوهي نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهال د ۴۸ فدراسیونو د مشرتابه ټاکلو انتخابات ترسره شوي او په په راتلونکو څو ورځو کې به د پاتې دریو نورو فدراسیونو انتخابات هم ترسره شي.
ښاغلی کوهي وايي، د فدراسیونو د انتخاباتو سره به په دې برخه کې شته ستونزې او انارشۍ پای ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره د افغانستان د بدنې روزنې ریاست هڅه کوي څو په ورزشي فدراسیونو کې لازم اصلاحات راشي.
