د صنایعو اتحاديه: محصولات مو بهرنیو بازارونو ته نه صادرېږي
د دغې ادارې رئیس محمد کریم عظیمي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه اتحادیه تر ډېره پلاستیکي توکي، د وینځلو مایع او خوراکي مواد توليدوي چې له نړیوالو معیارونو سره برابر او ښه کیفیت لري.
ښاغلی عظیمي وايي، که حکومت د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي، نو بهرنیو هېوادونو ته به په وړ بیه خپل توکي صادر کړي.
