په هرات کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي
د هرات ولایت د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نیک نام رسنیو ته وویل چې د هرات د هوايي ډګر پولیسو هغه دوه کسان نیولي چې غوښتل یې تر یوه کېلو زیات نشه يي مواد هند ته قاچاق کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"دې قاچاق کوونکو هر یوه د هیرویینو ۵۰ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او د دې قاچاق په بدل کې درې زره امریکايي ډالر ورکړل شوي و."
په یوه بله پېښه کې یو تن د پوليسو د تلاشۍ پر مهال نيول شوی چې غوښتل یې ۶ کېلو ګرامه تاریاک د هرات ښار ته انتقال کړي، دی عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوی دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو اوونیو کې د نشه يي موادو قاچاق زیات شوی او د قاچاق کوونکو د نیولو کچه هم ورسره لوړه شوې ده.
