یوه وسله واله ډله چې په ننګرهار کې د حملو پلان درلود نیول شوې
د دوى په خبره دغو وسله والو د ټاکنو د نوم ليکنې پر مرکزونو هم د حملې پلان درلود.
د ننګرهار والي حيات الله حيات نن په دې اړه جوړ شوي کنفرانس ته وويل چې تېرې يوې اوونۍ په بهير کې د طالبانو ١٣ او د داعش ډلې ٢ غړي نيول شوي:
"دغو ډار اچوونکو غوښتل په جلال اباد کې پر ځينو رسمي ادارو او د نوم ليکنې پر مرکزونو حملې وکړي."
د ننګرهار چارواکي وايي، له دغو کسانو سره وسلې او د ځانمرګو بريدونو واسکټونه هم نيول شوي دي.
