نړیوالو رهبرانو ته د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان خبرداری ورکړ
روسیه به سږکال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربه وي.
په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پېل راهیسې ولادیمیر پوتین د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کړی دی.
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، نن سې شنبه په یوه بیان کې پر مسکو غږ کړی چې د سوریې د خلکو د کړاو په وړاندې د مسؤلیت احساس وکړي او سترګې دې نه ورباندې پټوي.
