د جرمني په جنوبي ښار زاربروخن کې دوه تنه په ډزو وژل شوي
د جرمني پولیس وايي چې د هغه هېواد په جنوبي ښار زاربروخن کې دوه تنه په ډزو کې وژل شوي او پولیسو یو مشکوک وګړی نیولی دی.
د جرمني د پولیسو یوه ویاند پرون شنبه وویل چې مشکوک او دواړه قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
سیمه یېزو رسنیو ویلي چې د «Brebach-Fechingen» په سیمه کې یوه سړي، له تفکیک پرته پر خلکو ډزې کولې، خو پولیسو دا خبر نه دی تائید کړی.