د فراه ښار د امنیتي وضعیت په اړه ضد او نقیض راپورونه
د فراه والي وايي چې په دغه ولايت کې وضعیت اوسمهال ارام دی.
د فراه والي عبدالبصير سالنګي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه داسي وويل:
"د دولتي ځواکونو تر منځ يو سوئتفاهم رامنځته شوی وو چې دوربينو يې ربط سره لاره او یو بل يې ليدلی او د مخالف فکر یې کړی دی، فايرونه شوي، د شپې له پيل راهيسي تر اوسه تلاشۍ روانې دي، تر اوسه هيڅ شی نه دی موندل شوی چې ګواکي طالب دې دلته وي، يوازي زموږ د واحدونو تر منځ د تېروتنې ډزې شوي."
خو تېره شپه په فراه ولايت کې د نښتو راپورونه راغلي وو.
د فراه ښار د امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد تائيد کړې چې د شپې له خوا جګړې دوام وکړ او په سیمه کې تصفيوي عملیات روان دي.
د فراه ولايتي شورا مشر فرید بختور هم ويلي چې د شپې له لسو بجو تر سهاره جګړه روانه وه.
دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ وسله والو طالبانو پر فراه ښار ډله ییزې حملې وکړې او ان د لنډ مهالي لپارهیې د فراه د مرکز ځینې سیمې هم ونیولې. افغان چارواکو تېره ورځ وویل چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته دوی په شا تمبول شوي دي.
