اروپايي ټولنه: لويديځ بالکان دې اصلاحاتو ته دوام ورکړي
د بلغاریا په پلازمېنه صوفيه کې د اروپايي ټولنې هېوادونو په سرمشريزه کې دغې ۲۸ غړي لرونکې ټولنې ته د بالکان هېوادونو صربستان، بوسنيا، مونټهنګرو، کوسوو، مقدونيه او البانيا د نېږدې کېدو په اړه خبرې وشوې، خو پهدې اړه څه ونهويل شول چې ايا دوی ته به په نېږدې راتلونکي کې د اروپايي ټولنې بشپړ غړيتوب ورکړل شي که نه؟
د برېتانيا صدراعظمې ټرزا مې په صوفيه کې خبريالانو ته وويل:
"زه خوشاله يم چې برېتانيا به په جولای مياشت کې د برلېن پروسې پر مهال د لويديځ بالکان کلنۍ سرمشريزې کوربه وي او موږ به د صوفیه د سرمشريزې د نتايجو په اړه په هغه سرمشريزه کې خبرې وکړو او زه فکر کوم موږ به نن ګورو چې په ټوله اروپا کې څه وړله يو بل سره هماهنګي رامنځته کولای شو چې د لويديځ بالکان ثبات او بريا په برخه شي."
په ۲۰۰۴ میلادي کال کې اروپايي ټولنې ډېری ختيځو اروپايي هېوادونو ته د غړیتوب وړانديز وکړ.
په ۲۰۰۷ میلادي کال کې بلغاریا او رومانيا او همدا راز په ۲۰۱۳ میلادي کال کې کورشیا د اروپايي ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ.
