چارواکي: د کندز په دشت ارچي کې د وسله والو برید په شا وتمبول شو
د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو مخالفانو د کندز د دشت ارچي د شیخ اباد په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی و چې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شو او په نتیجه کې یې د وسله وسله والو مخالفانو د سرې قطعې ۶ تنه وسله وال وژل شوي او ۴ یې ټپیان شوي او د دغې ډلې برید پرشا وتمبول شو.
ښاغلي تیموري زیاته کړه چې په دغه نښته کې د ملي اردو ۸ تنو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو په دې اړه یې دقیق ارقام وړاندې نه کړل.
خو تراوسه پورې په دې اړه وسله والو مخالفانو څه نه دي ویلي.
