IPL: سن رایزرز حیدر اباد او بنګلور لوبډله سره مخ کېږي
افغان لوبغاړی راشد خان ارمان چې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې په ګټه لوبېږي، که نن دوه ویکټې واخلي، په روان «ای.پي.اېل» سیالیو کې به د تر ټولو ډېرو ویکټ اخېستونکی بالر نارنجي خولۍ تر لاسه کړي.
راشد او مجیب ځدراڼ تر اوسه ۱۲ ـ ۱۲ ویکټې لري او څلور نور بهرني لوبغاړي ورڅخه مخکې دي.
د دغو لوبو د تېرې شپې په سیالیو کې بیا د مجیب ځدراڼ په شتون کې د کېنګز پنجاب لوبډلې د راجستان رایلز لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتي ورکړه.
مجیب ځدراڼ په څلورو اورونو کې د ۲۷ منډو په ورکولو او د درېیو ویکټو په ترلاسه کولو سره د دغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخېستله.
