پیونګ یانګ واشنګټن ته نوی خبرداری ورکړی
پیونګ یانګ دغه خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې دواړه هېوادونه یوې تاریخي سرمشریزې ته تیاری نیسي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نن یکشنبه واشنګټن تورن کړ چې په قصدي توګه پیونګ یانګ لمسوي او دا د هغې هڅې یوه برخه ده چې هدف یې د ډیالوګ لپاره د اوسنۍ رامنځته شوې فضا زیانمنول دي.
ټاکل شوې چې په څو راتلونکو اوونیو کې د دواړو هېوادونو مشران، ډونالډ ټرمپ او کیم جونګ اون سره وویني.
