په فراه کې د بادرنګو حاصلات زیات شوي
د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال عسکر نورزي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا وخت له ۳۵۰ شنو خونو نه هره ورځ دوه سوه ټنه بادرنګ تر لاسه کوي.
د ده په وینا دا شنې خونې سوداګرو او بزګرو په خپلو امکاناتو جوړې کړي او په پام کې ده چې شمېر یې اووه سوو ته لوړ شي.
ښاغلی نورزی وايي، له دې سره به په نوموړي ولایت کې د کوکنارو کرکیله کمه او تر څنګ به یې خلکو ته د کار ښې زمینې هم برابرې شي.
د فراه بزګران وايي، د دغه ولایت کرنیز محصولات تر ډېره نېږدې ولایتونو ته ځي او په پام کې ده چې بهرنیو هېوادونو ته یې د صادرېدو زمینې برابرې شي.
