چارواکي: په ارزګان او زابل کې ۴۸وسله وال طالبان وژل شوي
په جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي چې ځمکنیو او هوائي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ، دهراود او د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې په ترسره شویو عملياتو کې ۴۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه وایي، په دغو عملياتو کې د وسله والو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په خبر پاڼه کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه نه ده شوې.
د دولت مخالفو وسله والو هم تر اوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.
