تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲۸ قضيې ثبت شوي
د کورنیو چارو په وزارت کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئیس وايي، په تېر ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوترخوالي ۱۳۲۸ قضيې ثبت شوې دي.
محمد فرید افضلي نن چهارشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې قضیو کې د جنسي تېري، وژنې، په زور ودونه او له کوره د ښځو د تېښتې پېښې شاملې دي.
نوموړي وویل:
خو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د کورنیو چارو د وزارت له اقداماتو راضي نه دی.
د دې کمېسيون ویاند وویل، په تېر لمریز کال کې د ښځو ۶۰ په سلو کې قضيې نه دي څېړل شوي.