بریتانیا له یو شمېر هېوادونو د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو هرکلی وکړ
خو روسیې هغه د امریکا د متحده ایالاتو د زیات فشار نتیجه بللې ده.
په همغږۍ سره د ډیپلوماتانو دغه ایستل د سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په پېښه کې چې تور یې پر روسیې پورې شوی، په عکسالعمل کې شوي دي.
پرون دوشنبه د ۲۲ دولتونو لهخوا لږ تر لږه ۱۱۶ روسي ډیپلوماتانو ته د وتلو امر شوی دی.
نن سې شنبه هم ایرلنډ اعلان وکړ چې یو روسی ډیپلومات له خپلې خاورې باسي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن په ټایمز ورځپاڼه کې ولیکل چې پخوا هېڅکله هم دومره ډېرو هېوادونو د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو لپاره ګډه پرېکړه نهوه کړې.
جانسن دغه اقدام د روسیې پر استخباراتو یو بل ګوزار وباله چې د ده په وینا، دا به کلونه وخت ونیسي چې بېرته ځان احیا کړي.
