په هرات کې د شیعه ګانو یوه جومات مخې بم چاودنې یو تن وژلی
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل چې دغه چاودنه نن غرمه د لمانځه د اداکولو په مهال د نبي اکرم پر جومات وشوه.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.
په هرات کې دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې د نوروز په ورځ په کابل کې د شیعه ګانو یوه زیارت ته نېژدې په ځان وژونکې حمله کې چې مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه اخېستی، ۳۳ کسان ووژل شول او له ۵۰ زیات ټپیان شول.
