"م. م" په پاکستان کې د ۷۰۰ تنو د ورکېدو راپورونه ترلاسه کړي
د بخښنې نړیوال سازمان امنېستي انټرنشنل وایي، ملګرو ملتونو له پاکستانه له ۷۰۰ څخه د زیاتو کسانو د ورکېدو راپورونه ترلاسه کړي او په سلګونه نور راپورونه هم پاکستاني چارواکو ته ورکړل شوي، خو هېڅڅوک تر اوسه په زوره د دغو کسانو د تري تم کېدو مسؤل نهدی بلل شوی.
امنېستي انټرنشنل پرون په یوه بیان کې وویل چې قربانیان بلاګ لیکونکي، خبریالان، محصلین، د سولې فعالان او نور د بشري حقونو مدافعان دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په څېر د دغو ارزښتونو لپاره فعالیت کوي او هغه د یوې خلاصې او عادلانه ټولنې لپاره ډېر مهم دي.
امنېستي انټرنشنل وویل چې په یوه قضیه کې هم تر اوسه څوک مسؤل نهدی ګڼل شوی.