اروپایي اتحادیې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ
اروپایي اتحادیې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او په دغه بهیر کې یې د مرکزي آسیا د هxوادونو ونډه مهمه وبلله.
د اروپایي اتحاديې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني پرون د منځنۍ آسیا له هیېوادونو سره د اروپایي اتحادیې د اړیکو په اړه ځانګړې شوې د اروپایي پارلمان غونډې ته وویل:
"موږ اروپایي اتحادیه او د مرکزي آسیا هېوادونه ګډې ګټې لرو چې د بیلګې په توګه د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړو، ازبکستان به په ګډه د روانې مارچ میاشتې په پای کې د افغانستان په اړه د یوه سیمه ییز کنفرانس کوربه وي، دا زموږ د خپل امنیت لپاره هم مهم دی، زه به د افغانستان له حکومت، له خپلو د مرکزي آسیا له شریکانو او خپلو ټولو نړیوالو لوبغاړو سره په خپله په دې کنفرانس کې ګډون وکړم."
په تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان د جګړې مهم لوري وسله والو طالبانو تراوسه د افغانستان د حکومت د سولې وروستیو وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی.
د ازبکستان په ګډون د منځنۍ آسیا هېوادونه دې ته اندېښنه لري چې په افغانستان کې د امنیت خرابوالی یې د خپلو هېوادونو پرامنیت ناوړه اغېز کوي.