Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2018

د سعودي عدالتي لومه کې راګېر پاکستاني زندانیان

0
د بشري حقونو د څار سازمان هيومن رايټس واچ او غير حکومتي ادارې جسټس پروجېکټ پاکستان په سعودي عرب کې له پاکستانيو زندانانو سره د قانوني چلند په اړه په شريکه يو ځانګړی رپورټ خپور کړی دی.

په رپورټ کې ويل شوي چې د زندانيانو پرضد د سعودي عرب په عدالتي کاروايانو کې نيمګړټياوې دي.


پر ۲۹ پاڼو مشتمل دې رپورټ ته ((په لومه کې راګېر، د سعودي عرب د انصاف رسولو په نظام کې له پاکستانيانو سره چلند)) عنوان ورکړل شوی دی.



په سعودي عرب کې له ۲۰۱۴ م کاله راهيسې ۷۳ پاکستانيان په دار ځړول شوي دي چې پکې زياتره د نشيي توکو د قاچاک په تور کې زندۍ شوي دي.


په دې کې د سعودي عرب د انصاف د نظام او د عدالتي کارويانو په اړه دستاویزونه را غونډ کړل شوي دي چې څنګه د پاکستانيانو پرضد د جرمونو په مقدمو کې له قانوني لارو څخه سرغړونې شوې دي.


 لاهور مېشتې یوې غير-حکومتي ادارې جسټس پروجيکټ پاکستان مشرې زیمل محي الدین د زيارت په مازيګر مشال راډیو ته وویل چې د رپورټ لپاره يې په ټوليزه توګه له ۲۲ زندانيانو او د هغوی له کورنيو سره مرکې کړې دي.


د دې په وينا تر مرکو وروسته دوی دې نتيجې ته ورسېدل چې سعودي عرب پاکستانيو او نورو بهرنيو وګړیو ته د انصاف له ورکولو سرغړونې کوي.


د دې په خبره په دې سرغړونو کې کې د زندانيانو تر زياتې مودې پورې بې له څه توره يا عدالتي کاروايي پرته په حراست کې ساتل، قانوني مرستو ته نه لاس رسی نه ورکول، پر زندانيانو د جرم د منلو فشار اچول او پر هغو له مخه لا فيصله شوې سزاګانې منل شامل دي.


په سعودي عرب کې له ۲۰۱۴ م کاله راهيسې ۷۳ پاکستانيان په دار ځړول شوي دي چې پکې زياتره د نشيي توکو د قاچاک په تور کې زندۍ شوي دي.



رپورټ زياتوي، هغه کسان چې ورته د مرګ سزا نه ده اورل شوې هغوی ته بيا ججانو د ځان د دفاع مناسبه موقع ورنکړه.


د دغو کسانو کورنيو ويلي چې په دې کې څلور داسې وګړي هم ول چې په زوره د منشياتو قاچاک ته مجبوره کړل شوي وو.


خو د دوی په وينا عدالت هغه حالات په پام کې و نه نيول چې له وجې يې دوی د منشياتو سمګلینګ ته اړ شول او نه يې هم د دغو تورونو په اړه د پلټنو څه هڅه وکړه.


رپورټ زياتوي، هغه کسان چې ورته د مرګ سزا نه ده اورل شوې هغوی ته بيا ججانو د ځان د دفاع مناسبه موقع ورنکړه.


يوه کس ويلي چې د دوی د مقدمې فايل د يوه جج مخې ته پروت وو او هغه د دوی د دريځ اورېدو پرته سزا واروله.


په رپورټ کې د يوه بل داسې کس حواله ورکړل شوې چې ورته د شرابو څکلو او جګړې کولو په تور کې لس ورځي د بند او د اتيا لښتو يا کوړو سزا ورکول شوې وه.


دی وايي هغه وخت نور هم حیرانه شو چې کله په سزا کې ورته د هېواد پرېښودلو حکم وشو.


رپورټ بيا د ويانا کنونشن حواله ورکوي چې له مخې يې پر سعودي چارواکو لازمه ده چې کله يو پاکستانی وګړی ونيسي نو د دې هېواد د رياض او جده کونسلګرۍ ته به مالومات ورکوي.


خو په دې رپورټ کې چې د کومو کسانو د مقدمو جاج اخېستل شوی دی له هغوی څخه ښکاري چې سعودي چارواکو د نيونو په اړه د پاکستان کونسلګرۍ خبره کړې وه.


دا شان جسټس پروجيکټ پاکستان په دې اړه د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ته يو ليک هم لېږلی خو په پورټ کې ويل شوي هغو ځواب ور نه کړ.


د دې ترڅنګ هغو کسانو او کورنيو ته چې مرکې ورسره شوې مالومه نه ده چې د خپلوانو د نيولو لپاره د پاکستان له کومو ادارو سره رابطه وکړي.


د جسټس پروجیکټ پاکستان مشرې ذمل محي الدين مشال راډیو ته وويل چې د رپورټ په پای کې د وضعيت ښه کولو لپاره ځينې وړاندېزونه هم ورکړي دي.


په دې يو دا دی چې پاکستان څنګه کولی شي له سعودي عرب سره د زندانيانو د تبادلې تړون وکړي او بايد د هغوي هرو مرو قانوني کومک وکړي.


د دې په وينا د چارشنبې پر ورځ يې رپورټ د پاکستان د پارلېمان له غړيو سره شريک کړ او هغو پر دې خبره ټينګار وکړ چې د زندانيانو د مالي کومک لپاره ټولنيز فنډ جوړکړل شي، دا رنګه په دې لړ کې په سفارت کې د قانوني لارو چارو لپاره سسټم جوړ شي چې له مخې يې د زندانيانو زغرده مرسته وشي او نورې لارې و لټول شي چې تر مخه يې له زندانيانو سره شفافه عدالتي چلند وشي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net