بیکزاد: بهر ته د افغاني غالیو قاچاق زیات شوی
په شمال زون کې د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې مشر عبدالستاز بیکزاد نن چهارشنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې لا هم افغاني غالۍ په قاچاقي ډول پاکستان ته صادرېږي او له هغه ځای څخه د پاکستان په ارم او نښان امریکا او اروپایي هېوادونو ته لېږدول کېږي.
په شمال زون کې د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې مشر وايي چې هر کال په ټول هېواد کې یو ميلیون او ۵۰۰ زره متره مربع غالۍ اوبدل کېږي چې ۹۰ سلنه یې بهر ته صادرېږي.
دوی وايي چې د افغاني غالیو د قاچاق ترڅنګ په شمال زون کې شته نا امنۍ هم سبب شوي چې په کور دننه د غالیو تولید کم شي.
په داسې حال کې په شمال زون کې د افغاني غالیو د اوبدونکو اتحادیې مسؤلین د افغاني غالۍ د قاچاق او تولید له کموالي اندېښنه څرګندوي چې په بلخ کې د سوداګرۍ خونې مسؤلین د حیرتان- ترمز د رېل پټلۍ له لارې، د صادراتو له نه موجودیته خبر ورکوي.
