سیمه ییزې سرچینې وايي نن د کونړ په مرکز اسعد اباد کې هغه ډاکتره او څلور کلن زوی یې خاورو ته وسپارل شول چې د طالبانود حکومت د ادعا له مخې د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستاني ځواکونو په توپچي حمله کې وژل شوي وو.
د متحده عربي اماراتو اتحاد هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي چې د دغه شرکت لومړنۍ الوتکه پرون جمعه د کابل هوایي ډګر کې کیناسته.
دغه شرکت به په اونۍ کې څلور ځله د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې کوي.
له اماراتو او فلای دوبۍ وروسته اتحاد د متحده عربي اماراتو دریم هوایي شرکت دی چې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل ته الوتنې پيل کړي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، پر کابل د پاکستان د وروستي خونړي برید لسګونه مړي لا هم په عدلي طب کې پراته دي او هویت یې څرګند نه دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان نن شنبه ( د وري یا حمل ۱) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه کورنۍ چې ناروغ یې لادرکه دی، دارلامان سیمه کې دغه روغتون ته ورتللی شي.
پاکستان د تیرې اونۍ د دوشنبې په ماخوستن کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز برید وکړ چې د طالب چارواکو په وینا له ۴ سوو ډېر ناروغان په کې ووژل شول.
پاکستان بیا ادعا وکړه چې د دوی هدف دغه مرکز ته نژدې پوځي تاسیسات و. Читать дальше...
نن (د مارچ پر ۲۱مه) په پاکستان کې د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده چې په ترڅ کې یې د سرښار اسلام اباد ترڅنګ په څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې خلک د اختر مراسم پر ځای کوي.په پلازمېنه اسلام اباد کې د اختر لمونځ په فیصل جومات کې ترسره شو چې زرګونو خلکو پکې ګډون وکړ. همدا رنګه د لاهور، کراچۍ، پېښور او کوټې په لویو جوماتونو او میدانونو کې د اختر لمونځونه وشول. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري ولس ته مبارکي ورکړې او د یو موټي اوسېدو غوښتنه یې ترې کړې ده. Читать дальше...
په تهران کې نن د کوچني اختر لمونځ د هغه هېواد د نوي مشر مجتبی خامنه یي په غیاب کې ترسره شو.
د تهران په لوی جومات کې د اختر د لمانځه امامت د تهران د جمعې د موقت امام محمد جواد حاج علي اکبري په امامت ترسره شو.
د اختر دغه لمانځه ځکه د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی چې د ایران د اسلامي جمهوریت دریم مشر مجتبی خامنه یي په کې نه و او د هغه د وضعیت په اړه هم معلومات نشته.
پخوا د ایران د دغه مشر د ټپي کېدو خبره راپور شوې وه.
په تهران کې نن د اختر له لمانځه وروسته د سپاه پاسدران انقلاب د پخواني ویاند علي محمد ناییني... Читать дальше...
په بلوچستان کې کروندګرو او باغوانانو د پسرلي په راتګ د داسې ونو او بوټو کښېنولو ته مخه کړې چې کمې اوبه کاروي. هغه سیمه له تیرو دوو لسیزو راهیسې د وچکالۍ ښکار ده چې ګڼ باغونه او کروندې یې شاړې کړې دي. په پښین کې د ونو او بوټو د نرسرۍ مالک وايي، په تېرو کلونو کې د نهالګیو خرڅلاو کم شوی دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په ایراني چارواکو او اهدافو باندې دامریکا او اسراییل بریدونو سره همهاله ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل په ایران کې هیڅ داسې مشر پاتې نه دی چې د جګړې په اړه ورسره خبرې وکړي.
ټرمپ د یوې وینا په ترځ کې د ایراني مشرانو وژل کیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل: "موږ غواړو چې ورسره خبرې وکړو، مګر هیڅوک نشته چې ورسره خبرې وکړو. موږ هیڅوک نلرو چې ورسره خبرې وکړو."
دایران ستر مشر ایت الله علي خامنه ای د کب په نهمه د امریکا او اسراییلو د ګډ برید په لومړیو ساعتونو کې د ایران د یو شمیر لوړ پوړو پوځي چارواکو سره په خپل دفتر کې ووژل شو. Читать дальше...
بریتانوي چارواکي وايي چې د نږدې ۷۰۰۰ افغان کډوالو د پتو په هکله معلومات یې لاسه ورکړي دي.
بریتانوي ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړ چې دغو کډوالو ،چارواکو ته له خبر ورکولو پرته خپل د استوګنې ځایونه پریښي.
ورځپاڼې د جمعې په ورځ، د مارچ په شلمه د چارواکو په حواله لیکلي چې د ۶۹۲۹ دغو کسانو ادرس نا معلوم دی .
خو د برتانیا د دفاع وزارت وویل چې حکومت اړتیا نلري چې د کډوالو له میشتیدو وروسته د هغوی ځای وڅاري.
وروسته لدې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې بیرته واک ته ستانه شول، سلګونو زره افغان سرتیرو او ملکي... Читать дальше...
د پاکستان په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم ددوی لسګونه کسان نیولی او افغانستان ته د اخراج لپاره بندیان کړي دي.
حاجی سعید خان کوچي د هري پور د کمپ یو اوسیدونکي د جمعې په ورځ د کب په ۲۹ مه ازادي راډیو ته وویل چې یو شمیر ګاونډیان او دوستان یې نیول شوي دي.
هغه وايي چې دوی افغانستان ته د ستنیدو لپاره تابیا نیولې وه خو لارې بندې شوي او هلته پاته دي.
نوموړی زیاتوي چې په کمپ کې پاته کسان د پولیسو د چاپو له ویرې له کورونو وتلی نسي.
حاجی سعید خان کوچی له ملګرو ملتونو وغوښتل... Читать дальше...
افغانستان کې د طالبانو حکومت سیمه ایزو چارواکو پاکستان د لنډمهاله اوربند په سرغړونه تورن کړ.
په کونړ کې د طالبانو د حکومت چارواکو رسنیو ته ویلي چې پر دغه ولایت د پاکستاني توپخانې بریدونه دوام لري.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر ضیاء الرحمن سپین غر رسنیو ته ویلي چې پاکستان د پنجشنبې څخه تر جمعې ورځې پورې په دې ولایت ۲۵ د هاوان مرمۍ ویشتلي دي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د جمعې په ورځ د طالبانو یوه ورته ادعا رد کړه.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت او ځینو ځایي اوسیدونکو ویلي وو چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني توپخانې ډزو دوام وکړ. Читать дальше...
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر اختریز پیغام کې د پاکستان پر واکمنو سخته نیوکه وکړه او وايي چې روژه د افغانانو او پښتنو لپاره په ویر تېره شوه.
منظور پشتین وايي د پولې دواړو لوریو ته ګڼ ولسونه له خپلو مېنو بیځایه شوي دي.
بلخوا،د یوناما، مشرې د پاکستان د وروستي برید ټپیانو سره دکابل یو روغتون کې ولیدل.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net