له ایرانه نن سبا لږ افغانان خپل هیواد ته ستنیږي
له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو تګ په تیرې یوې میاشتې کې چې پر دغه هیواد د امریکا متحد ایالتونو او اسراییل بریدونه پيل کړې ورځ په ورځ کم شوی دی.
د جګړې په لومړیو دوو اونی کې د کډوالۍ نړیوال سازمان( ای او ایم) د شمیرو له مخې له اویا زره څخه ډیر افغانان له ایرانه خپل هیواد ته ستانه شوې دي، خو په وروستۍ یوې اونۍ کې دا شمیرې یوازې درې سوو ته رسیږي.
پروسږکال د جون په میاشت کې چې کله د ایران او اسراییل تر منځ دولس ورځنۍ جګړه وشوه هره ورځ په لسګونو زره افغانان خپل هیواد ته ستنیدل.
د سیاسي چارو کتونکي پخواني افغان دیپلومات امیر ګران ازادي راډیو ته وویل چې دا ځل جګړه سخته ده او ایرانیان تر ډیره د خپل امنیت په فکر کې دي چې له دې کبله افغانان په لږ شمیر خپل هیواد ته ستنیږي:
« لومړی د طالبانو او د ایران د حکومت ترمنځ د تفاهم او ښه نیت فضا رامنځته شوې ده، دوهم د ایران چارواکي له امریکا او اسراییل سره په سخته جګړه بوخت دي او خپله ټوله توجه یې د جګړې لور ته متمرکزه کړې ده، دریمه دا ده چې د جګړې او د امریکا او اسراییل د بمبارۍ له امله هم خلک او هم چارواکي د خپل امنیت په فکر کې دي»
په دې لړ کې د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ د جمعې په ورځ په یوه بیان کې څرګنده کړه چې په ایران کې اکثر افغانان نه شي کولی چې خپلې سیمې پریږدي یا هم هغوی ته اجازه نه ورکول کیږي. د نوموړي په وینا د اوس لپاره په ایران کې تر یو ملیون ډیر افغان کډوال د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د راپور له مخې د دوه زره شپږ ویشتم کال په لومړیو څه باندې دوو میاشتو کې د دې سربیره چې ژمی و او په ژمي کې د کډوالو د ستنیدو شمیرې کمیږي، شاوخوا یولک او لس زره افغانان له ایرانه افغانستان ته ستنیدلي دي او پروسږکال د ټولو ستنیدونکو کدوال پنځه شپيته فیصده هغه کډوال وو چې له ایرانه خپل هیواد ته تللي و. ( یو این ایچ سي ار) له ایرانه په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د ستنو شویو افغانانو شمیر شاوخوا یو میلیون او نهه لکه یادوي.
سره له دې چې په تیره یوه اونۍ کې له ایرانه افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو شمیرې ټیټې شوې دي، خو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د عالي کمشنیرۍ ویاند مېتیو سالت مارش د مارچ په څلرویشتمه په یوه پيغام کې چې په ایکسپاڼه کې یې خپور کړ، ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ایران روانه جګړه به د دې سبب شي چې ګڼ شمیر افغانان خپل هیواد ته ستانه شي حال دا چې په افغانستان کې د بیا ادغام ظرفیت خورا کمزوری دی.
