اسراییل وايي، له نن څخه به پر ایران بریدونه زیات کړي
د اسرائیل دفاع وزیر ییسرائیل کاڅ خبرداری ورکړ چې امریکا او اسرائیل به له نن (یکشنبې) څخه پر ایران بریدونه لا پسې زیات کړي.
هغه د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) په یوه بیان کې ویلي چې د اسرائیل او امریکا پوځونه به دا اوونۍ پر ایران او د هغه پر اړوندو بنسټونو بریدونه په څرګند ډول زیات کړي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ښايي پر ایران بریدونه «په تدریجي ډول» کم کړي.
له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه د کب/ حوت له ۹مې پیل شوې او نن یکشنبې یې ۲۳مه ورځ ده.
دواړه هېوادونه وايي چې تر دې دمه یې په ایران کې تر ۱۶ زره زیات هدفونه ویشتي دي.
له بلې خوا، ایران هم پر اسرائیل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. همداراز د خلیج سیمې پر اقتصادي زیربناوو اغېز او د هرمز تنګي بندېدو د انرژۍ بیې لوړې کړي او نړیوال مالي بازارونه یې اغېزمن کړي دي.
