د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي، اسلام اباد پر افغانستان د جګړې د تپلو هڅه نه کوي
د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار رانا ثناالله ویلي چې اسلاماباد پر افغانستان نه د جګړې د تپلو په لټه کې دی او نه د دې هیواد د کومې برخې د نیولو.
هغه د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان اساسي تمه دا ده چې افغانستان دې اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې وسله والې ډلې پر پاکستان بریدونه وکړي.
رانا ثناالله خبرداری ورکړ چې که دا ستونزه حل نه شي، نو پاکستان به اړ شي چې د دغو ډلو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.
په داسي حال کې چې اسلام اباد د طالبانو حکومت د پاکستان د وسله والو مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي، د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان د افغانستان پر ضد داعش ته پناهځایونه ورکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې، چې څلور اوونۍ پخوا پیل شوې وې، د کمکي اختر په مناسبت د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په منځګړتوب وقفه راغلې ده.
دا وقفه لږ وروسته له هغه اعلان شوه چې په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان په برید کې سلګونه ملکي وګړي ووژل شول. خو پاکستان دا خبره نه تاییدوي چې د دوی په بمباري کې ملکیان وژل شوي.
