Добавить новость
123ru.net
World News
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

طالبان؛ د پاکستان په تازه بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده

0

د نولس ورځو له تېرېدو سره سره لا هم د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ نښتې دوام لري او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

د طالبانو حکومت ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان د راکټي او توپچي بریدونو له امله دخوست په بیلابیلو ولسوالیو کې ۴ ولسي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت دوشنبه د حوت ۲۵ مه پر اېکس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د خوست د سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د همدې ولایت د ګربزو ولسوالۍ د ناري په کلي کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي دي.

هغه ویلي، د خوست د علیشېر – تریزو ولسوالۍ کې دوه ښځې او یو سړی، او د ځاځي میدان ولسوالۍ کې دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي په دغو سیمو کې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

فطرت دغه راز پاکستان د نورستان په کامدیش، د کونړ په ناړۍ او د پکتیکا په برمل او شکین ولسوالیو هم توپچي او راکټي بریدونه کړي خو چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې او د سیمې ډېر شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او عامه تاسیسات هم په نښه شوي دي.

په همدې حال کې د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له خپلو سیمو بېځایه شوي او مرستو ته اړتیا لري.

د ګربزو ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ویلي.

"نن هم پر یوه کور هاوان لګېدلی چې دوه ښځې ټپیانې شوي او حالت یې سخت دی، دوه ماشومان هم ټپیان شوي دي، د پاکستان راکټونه په ځانګړي ډول د عامو خلکو پر کورونو لګېږي، زموږ د کلي ډېر اوسېدونکي د خوست ښار ته کډه شوي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي موږ له حکومت او موسسو غواړو چې له بې ځایه شویو کورنیو سره ژر مرسته وکړي، ځکه ډېرې کورنۍ سرپنا نه لري او ان ځینې خو یې لا د سیمې د پرښودو لپاره د لارې کرایه هم نه لري".

په ورته وخت کې د ننګرهار د تورخم سیمې یو اوسېدونکي فرماه شاه د دوشنبې په ورځ د حوت په ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل چې ډېری خلک له سیمې وتلي او تېره شپه هم جګړې روانې وې.

هغه وویل،"زه خپله په تورخم کې یم، جګړه تېره شپه هم روانه وه، خلک ټول له دې ځایه کډه شوي او تللي دي، په کورونو کې یوازې یو یو کس پاتې دی، نور هېڅوک نه دي پاتې، خلکو سره ځینې مرستې شوي خو تراوسه هم ورته د سرپنا لپاره خیمې نه دي ورسېدلي موږ هیله لرو چې خلکو ته د لنډ مهالې سر پناه بندوبست وشي".

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله اخوند زادهد اختر په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو یادونه نه ده شوې، خو ویل شوي چې د افغانستان خلک اوس تر بل هر وخت په ښه امنیت کې ژوند کوي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د مارچ تر ۱۳ مې په دې نښتو کې د ۶۰ ولسي وګړو مړینه او دغه راز د ۱۴۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي، داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون او طالبانو ته نږدې رسنیو په بیلابیلو راپورونو کې ویلي چې د دغه نښتو له امله شاوخوا ۱۹۰ ولسي وګړي وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي، خو لا هم د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي معلوم.

له بلې خوا یو شمېر پاکستاني رسنیو په ځانګړي ډول جیو نیوز د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر له قوله د حوت په ۲۴ مه په یو راپور کې ادعا کړې چې په دغو نښتو کې تر دې دمه ۶۸۴ افغان طالبان او هغه کسان چې دوی یې «فتنه الخوارج» بولي، وژل شوي او ۹۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خو په افغانستان کې یو شمېر کورنیو او طالبانو ته نږدې رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې طالب ځواکونو د خوست د غلام خان بندر ته نږدې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي پوستو پر ضد د «ردالظلم» په نوم د روانو عملیاتو په لړ کې بریدونه کړي دي.

خو ازادي راډيو نه شي کولای په خپلواک ډول د دواړو لوریو ادعاګانې تایید کړي.

له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګایو جیاکون دوشنبه د حوت ۲۵ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چین هیله لري چې دواړو لوري له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي او ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي.

نوموړي ویلي اوربند باید ټینګ او اختلافات د خبرو له لارې شي او دا چې چین به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان ځینو رسنیو، له هغې ډلې اکسپرس ټریبیون، د حوت په ۲۵مه د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان د کړکېچ د کمولو لپاره د چین «صادقانه» هڅې ستایلي، خو ویلي یې دي چې تر هغه چې په عمل کې څرګند بدلون رانه شي، له کابل سره عادي ډیپلوماتیک تعامل ته ستنېدل ممکن نه دي.

د سرچینو په وینا، پاکستاني چارواکو چینایي لوري ته ویلي چې اسلام اباد د طالبانو د حکومت پر وړاندې د خپلې اوسنۍ تګلارې تر غوره کولو مخکې ټولې ډیپلوماتیکې لارې ازمویلې دي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net