اروپايي اتحادیه :افغانستان کې ماینونه او د جګړو پاته مهمات د خلکو ژوند ګواښي
اروپايي اتحادیه خپل نوي راپور کې خبرداری ورکوي چې افغانستان کې سره لدې چې جګړه پای ته رسیدلې خو د ماینونو او د جګړې څخه د پاتو ناچاودو مهماتو ګواښ په ځای پاته دی او په ځانګړې توګه د کوچنیانو ژوند اخلي.
راپور زیاتوي چې په تیرو دریو لسیزو کې دغو ماینونو او مهماتو لسګونه زره کسان مړه یا ټپیان کړي.
