Добавить новость
123ru.net
World News
Январь
2026

د ملګرو ملتونو سرمنشي: په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ټولګډونه حکومت بنسټیز شرط دی

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت جوړېدل د سولې د ټینګښت بنسټیز شرط دی او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوی یو مهم اصل بلل کېږي.

انتونیو ګوتېرش دا څرګندونې په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې څلورو بنسټیزو موخو ته ژمن دي.

«موږ په افغانستان کې څلورو بنسټیزو موخو ته ژمن پاتې کېږو،لومړی، دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د افغانستان بنسټونه په رښتیا هم ټول ګډونه وي او د ټولنې د هرې برخې استازیتوب ولري، دا د سولې د ټینګښت لپاره بنسټیز شرط دی، دوهم زموږ په باور، د بشري حقونو ، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوی، بې‌ساري اهمیت لري.»

انتونیو ګوتیرش وویل ډاډ باید ترلاسه شي، چې هیڅ ترهګره ډله د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد فعالیت ونه کړي او دا چې په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان او د هغوی د احتمالي ملاتړ په اړه اندېښنې شته.

ګوتېرش څلورمه موضوع په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د قاچاق کنټرول یاد کړ، خو ویې ویل واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

خو هغه وویل چې د لومړیو دریو مواردو په اړه لا هم ناهیلي شته، مشروع اندېښنې نه دي عملۍ شوي او دا چې دا موخې اړینې دي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانان اوس مهال یووالي، سولېاو ثبات ته اړتیا لري او دا یوازې د یوه واحد حکومت تر سیوري لاندې، د واحدې رهبرۍ او جدي ژمنتیا له لارې تأمینېدای شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې همدا ډول حکومت حاکم دی او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه باید دا واقعیت درک او درناوی یې وکړي.

په همدې حال کې یو شمېر سیاسي شنونکي وایي چې ملګري ملتونه باید د افغانستان لپاره د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه روښانه تعریف او عملي پلان وړاندې کړي

له ډلې یې حکمت الله حکمت ازادي راډيو ته وویل:

«د ټولشموله حکومت تعریف باید د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو، د نړۍ د سترو قدرتونو او د ملګرو ملتونو له خوا په یوه نړیوال پلان کې ترتیب شي، له اوسني حاکمیت سره پرې بحث وشي او عملي شرایط وټاکل شي؛ د حکومت بڼه، قوانین او بالاخره له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان یو ځای کېدل دا یو عملي پلان ته اړتیا لري نه بیانونو او اعلامیو ته چې په تېرو پنځو کلونو کې ورکړل شوې دي.»

د سیاسي چارو بل شنونکې طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت د خلکو او نړیوالې ټولنې خبرې نه اوري او په نږدې راتلونکې کې ترې د بدلون تمه نه شي کېدای.

«د طالبانو حکومت ځکه ټولشموله نه دی چې په لوړه کچه د پرېکړو واک یوازې له طالبانو سره دی؛ څوک چې طالب نه وي، د پرېکړې حق نه لري. همدارنګه، ځکه ټولشموله نه بلل کېږي چې ښځې د رهبرۍ او پرېکړې په کچه حضور نه لري. طالبان یوازې د خپل ځان خبره اوري او د بدلون تمه په نږدې راتلونکې کې ترې نه شي کېدای.»

په ورته وخت کې، اروپایي ټولنې ویلي په افغانستان کې هر ډول حکومت باید د دې هېواد پراخ قومي، ټولنیز او فرهنګي تنوع منعکس کړي، خو دا چې شمولیت او ګډون به څنګه عملي کېږي، پرېکړه یې باید خپله افغانان وکړي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ژیل برتران ازادي راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې دوی له هر هغه نوښت څخه ملاتړ کوي چې په افغانستان کې خبرو اترو ته زمینه برابره کړي.

«شمولیت یو ډېر مهم اصل دی، دا نه شي کیدای چې افغانستان د روحانینو د یوې ډلې د اسلام د یوه ځانګړي تعبیر او د هیواد د یوې ځانګړې سیمې څخه اداره شي، هغه هم له داسې باورونو سره چې ان ډېری اسلامي هېوادونه یې اسلامي نه بولي. د شمولیت منطق دا دی چې د افغانستان هر حکومت باید د دې هېواد د ټولو خلکو استازیتوب وکړي او دا چې ټول لګډون والی به څنګه عملي کیږي دا خپله په افغانانو پورې اړه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېر کال په ډیسمبر کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او بشري بحران د اندېښنې وړ وباله او د طالبانو د کړنلارو د بدلون غوښتنه یې وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په دې غونډه کې وویل چې افغانستان د انزوا، فشار او یا د واک د تحمیل له لارې ثبات ته نه رسېږي او یوازې بشري مرستې هم هېواد په اوږد مهال کې نه شي ساتلی.

د هغه په وینا، پایدار پرمختګ، اقتصادي ښه‌والی او تلپاتې سوله هغه وخت ممکنه ده چې یو مشروع او حساب ورکوونکی نظام د ملي او نړیوالو ژمنو پر بنسټ د هېواد اداره په لاس کې ولري.

واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته په افغانستان کې ډیری خلک په ځانګړي ډول ښځې د کار او زده کړو په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوي اږ دغه راز د نړیوالې ټولنې مرستې هم کمې شوي چې په افغانستان کې د پراخه بې وزلۍ او بې کارې لامل شوي دي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net