Добавить новость
123ru.net
World News
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

تاجکستان وایي، امنیتي ځواکونو یې افغانستان سره په پوله څلور«ترهګر» وژلي

0

د تاجکستان چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې هغه څلور«ترهګر» له مینځه وړي چې د ګاونډي افغانستان له خاورې یې پرپوله اوښتې وو. د دولتي رسنیو د راپورله مخې دا پیښه په هغه سیمه کې شوې چې په وروستیو اوونیو کې پکې خونړۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې په مرکزي آسیا کې پروت دا هیواد چې له افغانستان سره اوږده غرنۍ پوله لري، پرکابل له واکمنو طالبانو سره یې اړیکې ترینګلې پاتې شوې دي.

د تاجکستان دولتي خبري آژانس خاور د امنیتي ادارو په حواله خبرورکړی چې ویلي یې دي، څلور "ترهګر" د هیواد په جنوبي ختلان ولایت کې وروسته له هغې له مینځه یووړل شول چې له بې وسلې کیدو څخه یې ډډه کوله. په دې اړه چې دوی څوک وو او په کومې وسله والې ډلې پورې تړلي و، نورجزیات ندي ورکړل شوي خود تاجکستان امنیتي کمیټې ویلي چې د دغو وسله والو وسلې، ټیلفونونه اویوه کشتنۍ یې ضبط کړي دي. دا پیښه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې چې د افغانستان له بدخشان ولایت سره پوله لري، رامنځته شوې ده. له افغانستان سره د تاجکستان د ګډې پولې په اوږدو کې چې شاوخوا ۱۳۵۰ کیلومتره اوږده ده، د تیر ۲۰۲۵ کال د نومبرله میاشتې راهیسې لږترلږه د پنځو خونړیو پیښو راپورونه ورکړل شوي دي. د فرانسپرس آژانس د شمیرو له مخې په دغو پیښو کې ټولټال ۱۶ کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې د تاجکستان سرحدي ساتونکي، چینایي کارګران او هغه کسان شامل دي چې دوشنبه یې «قاچاقبران» او «ترهګر» بولي.

په نومبرمیاشت کې پر چینایي وګړو له بریدونو وروسته، د تاجکستان چارواکو له طالبانو وغوښتل چې د سرحدي سیمې د بې ‌ثباته کېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي، هغه سیمه چې پکې د مخدره توکو قاچاقبران او اسلامپالې ډلې فعال دي. د نومبرمیاشتې په ۲۶ او ۳۰ د تاجکستان په شمس الدین شاهین او دروازو ولسوالیو کې د بریدونو په نتیجه کې پنځه چینایي کارګران ووژل شول.

د طالبانو د حکومت چارواکو د تاجکستاني چارواکو د وروستۍ ادعا په اړه تراوسه رسمي څرګندونې ندي کړي خو په پوله کې د تاوتریخوالو د مخکینیو پیښو وروسته یې دوشنبې ته ډاډ ورکړی چې چا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې په هغه هیواد کې د ورانکارۍ فعالیتونه ترسره کړي.

هغه مهال د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي وچې د افغانستان او تاجکستان د پولې په اوږدو کې د وروستیو پېښو په اړه جدي څېړنې پیل شوې دي. هغه د ډسمبرد میاشتې په ۲۷ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په دې اړه یې د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي او د دې ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره به له دې شمالي ګاونډي هېواد سره په ګډه کار وکړي.

متقي دغه شان وویل چې د ده په باور ځینې کړۍ هڅه کوي چې وضعیت بې ثباته وښيي او د دواړو حکومتونو ترمنځ اړیکو ته زیان ورسوي. خو هغه دا ښکاره نکړه چې دا کومې کړۍ دي چې د ده په خبره هڅه کوي د داړو لورو ترمنځ اړیکې خړپړې کړي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په پوله وروستۍ پیښې ته په پام که چیرې د تاوتریخوالي دا ډول پیښې تکرارشي، ایا د طالبانو له حکومت سره به د دوشنبې پراړیکو لا منفي اغیزونکړي، د سیاسي چارو کارپوه او د برلین په پوهنتون کې استاد اسحاق اتمروایي، طبعاً دا ډول پیښې اړیکې لا خرابولی شي ځکه تاجکستان او همدارنګه د سیمې نورهیوادونه د افغانستان له لوري د ترهګرۍ ګواښونو ته اندیښمن دي.

"دا دریم، ځلورم ځل دې چې دغسې حوادث د تاجکستان او افغانستان د پولې ترمنځ واقع کیږي او په دې برخه کې باید جدي توجه وشي. اکثراً دغه اندیښنې د ګاونډیو هیوادونو په دې باندې چې ګواکې دننه په افغانستان کې هغه ترهګرې ډلې شته چې د دوی امنیت ته ګواښ پیښوي. او که مونږ یوازې د تاجکستان او افغانستان ترمینځ د پولې وضعیت ته وګورو برعلاوه پرنوروترهګرو ډلو انصارالله یا جماعت الصرار ډله په دې برخه کې ډیره فعاله ده."

د مرکزي اسیا د نورو مشرانو خلاف، چې له طالبانو سره یې اړیکې پیاوړې کړي، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې په واک کې دی ، په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو پرچارواکو نیوکه کړې. نوموړي د دغو انتقادونو په ترڅ کې د بشري حقونو اود ټولګډونه حکومت په شمول د ځینو مواردو یادونه کړي چې د ده په خبره د طالبانو حکومت له پامه غورځولي دي.

خو له دې سره سره، دوشنبې له کابل سره د همکارۍ پر لور هم ګامونه پورته کړې دي. افغانستان ته یې د بریښنا پرورکولو سربیره، سرحدي بازارونه پرانیستي او د طالبانو او ځایي تاجک چارواکو ترمنځ یې د غونډو لړۍ جاري ساتلې ده.

دې هیواد لکه د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو په څیرتراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په خاروغ ښارکې یې د افغانستان د قونسلګۍ چارې د طالبانوډیپلوماتانو ته سپارلي خو په دوشنبې کې د افغانستان سفارت لا هم د تېر جمهوري حکومت د استازي له لوري اداره کیږي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net