په پاکستان کې په دوو ترافیکي پېښو کې شاواخو پنځوس کسانو ته مرګژوبله اوښتي
د پاکستان په پنجاب او بلوچستان صوبو کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۲۴کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه پېښې پرون شنبې رامنځته شوي دي.په وژل شویو او ټپيان کې ماشومان هم شامل دي.د ازادي راډيو د مشال برخې د راپور له مخې، په بلوچستان کې په ترافیکي پېښه کې مرګژوبله د سنید صوبي مزدورانو ته اوښتې ده.د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د موټروانونو بې احتیاطي په پاکستان کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه بلل کیږي.
