دوه افغانان لندن کې د غلا او چل - دوکو په تور په بند محکوم شول
د لندن یوې محکمې دوه افغانان د همجنسګرایانو له کورونو د غلا په تور په بند محکوم کړل.د انګریزي رسنیو د راپورونو له مخې د دغو افغانانو محاکمه پرون شوې. محکمې د دغو دوو افغانانو نومونه رحمت خان محمدي او محمد بلال هوتک یاد کړي.د راپورونو له مخې دوی د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې د همجنسګرایانو د ملګرتیا د یوه اپلیکشن له لارې ګڼ همجسنګرایان تېر ایستلي او د هغوی له کورونو یې مبایلونه او پیسې غلا کړي.رحمت خان په پنځو کلونو او بلال په درې نیم کاله بند محکوم شوی.
