ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د افغان راستنېدونکو کورنیو لپاره یې د بېړنۍ مرستې بودیجه په ختمېدو ده
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري خبرداری ورکړی چې د افغان راستنېدونکو کورنیو لپاره یې د بېړنۍ مرستې بودیجه په ختمېدو ده.
دغې ادارې پرون په یوه بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې کړکېچن وخت کې له راستنیدونکو افغان کډوالو سره خواخوږي وښيي او بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.
