د امریکا ولسمشر له جاپان سره د یوې سوداګریزې معاملې خبر ورکړی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له جاپان سره د یوې سوداګریزې معاملې خبر ورکړی او له هغه هېواده واردیدونکو توکو باندې یې ګمرکي تعرفه ۱۵ فیصدو ته راښکته کړې.پخوا دغه تعرفه ۲۵ فیصده وه.ټرمپ د سه شنبې په ورځ ویلي، له دغې معاملې سره به سلګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په خبره یې پخوا هیڅ داسې یو کار نه و شوی.د امریکا ولسمشر پر خپله ټولنیزه پاڼه ( سوشل تروټ) لیکلي، هغه له جاپان سره تل پراخه اړیکو ته دوام ورکوي.د ټرمپ د معلوماتو له مخې جاپان به د ده په لارښوونه په متحده ایالتونو کې ۵۵۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي او خپل اقتصاد به د امریکایي موټرو او وریجو لپاره پرانیزي.
