له ایرانه د افغانانو د اخراج دوام، ملګري ملتونه وایي، ستنیدنه باید په خوښه وي، نه په زور
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو په کچه کې د بې ساري زیاتوالي خبر ورکړی دی.
یو این ایچ سي ار په یوه اعلامیه کې چې پرون یې خپره کړې ویلي چې یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له دې هیواده له ۴۳ زره ډېر افغان کډوال راستانه شوي.
