Добавить новость
123ru.net
World News
Июнь
2025

اختر د بې وزلۍ تر سیوري لاندې؛ افغانان د لوی اختر په لومړۍ ورځ له خوښیو بې برخې دي

0

نن شنبه د جون اومه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

په افغانستان کې عموما د لوی اختر له لمانځه وروسته خلک د قربانۍ مراسم ترسره کوي او دا چې له یو بل کره د اختر مبارکۍ ته ورځي.

خو سږ کال چې دا هیواد تر بل هر وخت زیات بې وزلۍ او بې کارۍ ځپلې د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې وايي فقر د اختر په خوښیو سیوری غوړولې دی.

د کابل د ده سبز ولسوالۍ یوه اوسېدونکې وزیر ګل ازادي راډيو ته وویل نن د اختر له لومړۍ ورځ یې هم دا هڅه کوله چې د خپلو اولادونو لپاره یوه مړۍ نفقه پیدا کړي ځکه په خبره یې که یوه ورځ کار ونه کړي د شپې یې اولادونه وږي پاتې کیږي.

"د بې وزله خلکو څه اختر دی، لاړ شه لمونځ وکه او بېرته راشه کورته، جامې او څپلکې هم خیراتي وي، یا به دې خپو کې تنګې وي یا ازاده، اخترونه خو پخوا وو چې د خلکو روزګارونه جوړ وو، کارونه وو، اوس خو هیڅ نشته، بې وزلي ده، د بل لاس ته ناست یو."

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې محمود ازادي راډیو ته وویل چې د اخترونو پخوانۍ مزې ځکه نشته چې خلک د پخوا په پرتله ډېر بې وزلې شوي دي.

"د اخترونو هغه پخوانۍ مزې نشته، غریبې او بې وزلي زیاته ده، داسې خلک هم ما نن ولیدل چې همدا نن هم اخته دي او کار کوي او خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د پراخه بې کارۍ راپورونه ورکول شوي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون بیلابیلو نړیوالو مرستندویه بنسټونو ویلي چې اوس مهال د افغانستان له نیمايي زیات نفوس چې شاوخوا ۲۳ میلیونه کیږي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده اختریزه وینا له بې وزله افغانانو سره د مرستو په کولو ورټوله وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه د ملا هبت الله هغه غږیزه وینا خپره کړې چې په خبره نن یې د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر له لمانځه مخکې لمونځ کوونکو ته وکړه.

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله په دې اختریزه وینا کې دغه راز حکومتي مسولینو وغوښتل چې چې له عامو خلکو سره له نرمۍ او عدالت نه کار واخلي.

"دا مسولین چې کوم موږ مقرر کړي دي دا د دې لپاره نه دي چې تاسو ووهي، تاسو باندې ظلم وکړي او ستاسو عزت پیمال کړي، بلکې دا د دې لپاره دي چې تاسو سره نرمي وکړي، د مظلوم دفاع وکړي تاسو ته عدالت راولي، د مظلوم حق له ظالم واخلي او تاسو بیا دا مسولیت لرئ چې د امیرانو اطاعت به کوي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې مخکې بېلابېل طالب چارواکي له ولسي خلکو سره په ناوړه چلند کولو او دغه راز د بیلابیلو قضیو پر مهال په خپلوۍ او انډيوالۍ پاللو تورن شوي دي.

ملا هبت الله دغه راز له خلکو غوښتي چې د نړیوالې ټولنې د تبلیغاتو تر اثر لاندې رانشي ځکه د ده د ادعا له مخې نړیوال د دوی د حکومت په اړه غلط تبلیغات کوي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته تر ډېره د دوی د نظام پر ضد د تبلیغاتو موضوع ته اشاره وکړه او رسنۍ یې تورنې کړې چې د دوی د حکومت پر ضد تبلیغات کوي.

نوموړي په خپله اختریزه وینا کې د دیني عالمانو غوښتنه وکړه چې د دغه تبلیغاتو پر ضد ودریږي او د نظام دفاع او ساتنه وکړي.

ملا حسن اخوند همدا راز بهر ته تللیو افغانانو څخه یو ځل بیا وغوښتل چې افغانستان ته ورستانه شي داسې مهال چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې میلیونونه افغانان د اقتصادي کړکېچ، مرګونې ګواښونو او سیاسي بې ثباتۍ له کبله د لوېدیځ په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په افغانستان نن په داسې حال کې د لوی اختر د لومړۍ ورځې مراسم ترسره شول چې د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ په ګڼو اسلامي هیوادونو کې پرون جمعه د جون ۶ مه د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

له سعودي عربستان سره د اختر یو ځای نه کول د بیلابیلو دیني افغان عالمانو له نیوکو سره هم مخ شول او دا له شریعت سره ټکر وبلل شو خو طالبانو د حکومت سترې محکمې مخکې تر دې ویلي وو چې په افغانستان کې له سعودي د ذولحجې میاشت یوه ورځ وروسته ولیدل شوه.

د اسلامي جنترۍ له مخې د ذولجې نهمه د عرفې او د دې میاشتې لسمه د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.






Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net