Добавить новость
123ru.net
World News
Декабрь
2024

پر برمل د پاکستان د هوايي برید وژل شویو شمېر تر ۵۰ واوښت

0
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري عادي روانه ده، خو د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستاني ځواکونو د وړمې شپې تر برید وروسته د دواړو ګاونډیو هیوادو اړیکو ته اندیښنې په زیاتیدو دي.


طالبانو پاکستان ته خبرداری ورکړی او پاکستان تر اوسه د دې حملې په اړه رسما څه نه دې ویلي.


یو شمیر پاکستاني سرچینې وایي چې په برمل ولسوالي کې یې د تحریک طالبان پاکستان غړي او د روزنې مرکزونه له منځه وړې دي. تحریک طالبان پاکستان بیا ویلي دي چې په دې بریدونو کې وزیرستاني کډوال وژل شوې دي.


د طالبانو مرستیال ویاند حمد اله فطرت د چین سینهوا اژانس ته وویل چې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستان د الوتکو په برید کې یو پنځوس تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي. تر دې مخکې د وژل شویو شمیر شپږ څلویښت تنه یادیده.


د ښاغلي فطرت په وینا د دې بمبارۍ له امله یو شمیر کورونه هم ویجاړ شوې دي.


فرانس پریس اژانس ته د پاکستان یوه جګپوړي امنیتي چارواکي چې د نوم  له اخیستو ډډه کوله وویل چې پاکستان د افغانستان د خاورې دننه د ترهګرو پر پټنځایونو د جټ او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړې دي.


د لویدیځ بل اژانس اسوشیتد پریس ته بیا د پاکستان امنیتي چارواکو په دې شرط چې نومونه به یې نه افشا کوي ویلي دي چې د سې شنبې د شپې عملیات د ترهګرو د وژلو او د هغوی د روزنې د مرکزونو ویجاړول و.


خو د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني خبرې اسوشیتد پریس اژانس رااخیستې دي چې ادعا یې کړې ده چې په دې بریدونو کې د اووه ویشت ښځو او ماشومانو په ګډن پنځوس کسان وژل شوې دي. د خراساني په وینا دا بې وسلې کډوال وو چې له وزیرستانه هلته تللي وو.


ټي ټي پي چې له افغان طالبانو سره نژدې اړیکي لري، یو شمیر عکسونه هم په خواله رسنیو کې خپاره کړې دي چې پکې وژل شوي ماشومان ښکاري.


دا بریدونه څو ساعته وروسته تر دې وشول چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل ته ورسید.


د سیاسي چارو کتونکي او ژورنالست سیمع یوسفزي د پاکستاني ځواکونو دا برید له ډیپلوماتیکو اصولو سره په ټکر کې وباله، ده ازادي راډيو ته وویل:


«دا یو ډول د دیپلوماسۍ د نورمونو، اصولو او سنتونو خلاف عمل دی. په داسې حال کې چې د پاکستان  خاص استازی وروسته له ډيره وخته کابل ته تللی و او هغه د بهرنیو چارو د وزارت تر حکم لاندې یو شخص دی او تر دې پورې یې خبرې کړې وې چې په راتلونکو څو ورځو یا اونیو کې به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د صدراعظم مرستیال هم دی، اسحق ډار کابل ته سفر وکړي».


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي، په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت و؛ د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د حریم نقضول او د ملکیانو شهیدانول د ځانګړیو پاکستاني کړیو له لورې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د بې باورۍ د رامنځته کولو هڅه ده. په دې بیان کې وړاندې راغلې دي چې د افغانستان د حریم نقض په هیڅ صورت دوی ته د منلو نه دی.


تر دې مخکې د سې شنبې په شپه د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د برید په تړاو ویلي و چې دا د نړیوالو اصولو خلاف وحشیانه برید به بې ځوابه پاته نه شي.


د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر هم پرون د دې برید په تړاو احضار کړ او هغه ته یې احتجاج لیک وسپاره.


اسلام اباد د دې بریدونو په تړاو رسما څه نه دې ویلي خو پرون د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې د پاکستان د ځواکونو ستاینه وکړه چې د ده په وینا د ترهګرو ناوړه طرحې یې شنډې کړې، اما ښاغلي نقوي په افغانستان کې د شویو بریدونه یادونه ونه کړه.


د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله وضعیت عادي دی، تجارت روان دی خو اسوشیتد پریس اژانس د کتونکو په وینا دا اندیښنه څرګنده کړې ده چې ښایي (ټي ټي پي) په پاکستان کې انتقامي بریدونه وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net