د اوکراین ولسمشر د روسیې لخوا ډېر بمبار شوې اودیسې سیمې ته سفر وکړ
دا هغه سیمه ده چې روسي ځواکونو په دوامداره توګه بمبار کړې او هلته یې د غلو دانو ګدامونه ویجاړ کړي دي.
زلنسکي ټینګار کړی چې په تور سمندر کې د غلې د تګ راتګ کوریډو باید خوندي وساتل شي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د اوکراین په اودیسې سیمه کې د ژمي سړې هوا او د واورو توپانونو هم تازه لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپيان کړي دي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل پيل کړی چې لا هم دوام لري.
