Добавить новость
123ru.net
World News
Сентябрь
2023

د ویسا کورنۍ: طالبانو د هغه دوسیه خپلې محکمې ته لېږلې، جبري اعتراف اخیستو ته یې اندېښمن یوو

0
د قلم لار بنسټ د مشر او د زده کړو برخې د فعال، مطیع الله ویسا کورنۍ وايي، چې د نوموړي قضیه وروسته له شپږو میاشتو محکمې ته استول شوې ده.


د ښاغلي ویسا ورور، عطا الله ویسا ازادي راډیو ته وویل، چې د نوموړي د نیولو او بندي کولو د قضیې په اړه ورته نور هیڅ ډول جزییات نه دي ورکړل شوي.


مطیع الله ویسا شپږ میاشتې وړاندې، د روان کال د وري میاشتې په ٧مه نېټه د طالبانو لخوا په کابل کې ونیول شو.


که څه هم د طالبانو حکومت د نوموړي د نیولو لامل خپل‌سري او مشکوکه فعالیتونه بللي وو، خو د ښاغلي ویسا همکاران او کورنۍ بیا پر هغه لګول شوي دا تورونه رد کړي او ویلي، نوموړي هېڅ ډول سیاسي او خپل‌سرې کړنې نه دي کړي او یوازې یې د زده‌کړو په برخه کې ښکاره فعالیتونه درلودل.


د مطیع الله ویسا ورور، عطا الله ویسا محکمې څخه د عدالت غوښتنه کوي.


نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل:


" زموږ غوښتنه له محکمې څخه دا ده چې باید عدالت تطبیق کړي، باید پوښتنه وشي چې ولې هغه ونیول شو؟ ولې دومره وخت په زندان کې وساتل شو؟ ولې هغه په بند کې د خپلو ټولو اساسي حقونو څخه محروم و؟ ولې د هغه کور تلاشي شو؟ د چا په امر دا کار وشو ولې یو څوک چې د تعلیم او د ملت د بنسټیز حقونو لپاره کار کوي نیول کیږي؟ " 


نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې، چې د طالبانو حکومت استخبارات او یو شمیر نور ارګانونه د بندیانو څخه په جبر او د شکنجې په زور اعتراف اخلي.




دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د سپتامبر په ٢٠مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو حکومت په زندانونو کې د اعترافونو یا اطلاعاتو د اخیستلو لپاره بندیانو ته برقي شوکونه ورکړل شوي، ساه اخیستل یې پرې بند کړي، فشارونه یې پرې راوړي، په زوره يې پرې اوبه څښلي او ګواښلي یې دي.


خو ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې د یوناما دا راپور رد کړی و، او دا يې د دوی د حکومت پر ضد یو پروپاګند بللی و.


د حقوقي برخې کارپوهان وايي چې په جبر او شکنجې اخیستل شوی اعتراف د منلو وړ نه دی.


د حقوقي برخې کارپوهه او مدافع وکیله شګوفې کاکړ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


" د محاکماتي جزايي اصولو مطابق او د مجله الاحکام د اقرار د باب مطابق هر هغه اقرار چې اخیستل کیږي خپل خاص شرایط لري، او هر هغه اقرار چې په جبر او په شکنجې باندې اخیستل کیږي هغه د منلو وړ نه ده." 


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) تیره ورځ په خپله اېکس پاڼه، د قلم لار بنسټ د مشر مطیع الله ویسا، د ښځو د حقونو د فعالانو ژولیا پارسي او ندا پرواني، افغان الاصله فرانسوی خبریال، مرتضی بهبودي او د پوهنتون استاد رسول پارسي نیولو ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو حکومت باید دې خپلسري نیونو ته د پای ټکی کیږدي.


د سرچینې په باور، دا ډول کړنې د اندیښنې وړ او د بشري حقونو خلاف دي.


د ښځو د حقونو فعالانې او د معترضو ښځو د خودجوشه خوځښت غړې، ندا پرواني د سپتامبر په ۱۹مه له خپل خاوند او ۴ کلن ماشوم سره او ژولیا پارسي درې ورځي وړاندې د سپتامبر په ۲۷مه له خپل زوی سره، د طالبانو حکومت لخوا نیول شوي دي او د دې خوځښت د غړو د ادعاوو پر بنسټ تر اوسه د دوی په اړه کوم معلومات نشته.




د یاد خوځښت یوه غړې، لیلا بسیم ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کوي، چې طالبانو د ندا پرواني او ژولیا پارسي کورنیو ته اجازه نه ورکوي، چې له دوی سره وویني او دوی یې په اړه هیڅ معلومات نه لري.


نوموړې زیاته کړه:


" دا واقعا خواشینې کوونکې ده،هغه دوه ميرمنې چې یواځینۍ ګناه يې دا وه چې د ازادۍ، برابرۍ، او د طالبانو لخوا د تبعیض پر وړاندې یې غږ پورته کړی و، اوس له کورنیو سره یې د طالبانو په بند کې دي او د برخلیک په اړه يې هيڅ هم نه دي معلوم. " 


ومو غوښتل د مطیع الله ویسا د ورور، عطا الله ویسا او د میرمن بسیم د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپریدو یې زموږ پوښتنې ځواب نکړې.


د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې یو ډېر شمېر معترضې مېرمنې، د پوهنتون استادان، خبریالان او مدني فعالان له دې امله نیولي، بندیان او شکنجه کړي چې د دوی د حکومتولۍ پر بڼې یې انتقاد کړی.


یو شمېر دغه فعالان له بنده خوشې شوي، خو د ژولیا پارسي، ندا پرواني، مطیع‌الله ویسا، رسول پارسي او مرتضی بهبودي په ګډون یو ډېر شمېر یې لا هم د دوی په بند کې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net