شهزاده میرویس ظاهر نن په کابل کې خاورو ته سپارل کیږي
د شهزاده میرویس ورور مصطفی ظاهر تېر ماښام په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې د جنازې مراسم به نن سهار لس بجې په تپه مرجان کې ترسره شي.
په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په ټولنیزو شبکو کې په خپلو پیغامونو کې د شهزاده میرویس مړینه یوه ضایعه بللې ده.
د ځینو راپورونو له مخې، شهزاده میرویس ۶۶ کلن و او له ډېرې مودې راهیسې په کابل کې اوسېده.
