Добавить новость
123ru.net
World News
Сентябрь
2023

په پاکستان او ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

0
په پاکستان او ترکیه کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه شوې ده.


په پاکستان او ترکیه کې د هغه هېوادونو د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او بېرته افغانستان ته استول ښايي هغه افغانانو ته چې لا له وړاندې په یادو هېوادونو کې له ګڼو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي، نوی سرخوږی وي.


په پاکستان کې وروسته له هغې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د دغه هېواد سرپرست صدارعظم انور الحق کاکړ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له یو خصوصي پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې حکومت یې د غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي.




خو په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو فعالې او مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان پولیسو ډېری هغه افغانان نیولي چې د دې هېواد له لوري ورته په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم ورکول شوي دي.


د اغلې کاکړ په خبره د روانې سپټمیر له نهمې د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې پولیسو شاوخوا ۳۵۰ افغان کډوال نیولي او په دې کې داسې افغانان هم شته چې له ۱۹۹۰یمو کلونو راهیسې دغلته اوسېږي.


نوموړې د دې ترڅنګ پر خپل ټویټر یا اوسنۍ ایکس شبکې لیکلي: "د افغان کډوالو ډ‌له‌ییز نیول د دوی د نژادي پېژندګلوي پر بنسټ دي."


هغې د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.


اغلې کاکړ پر خپل ایکس شبکه د محمد هاشم په نوم د یوه افغان کډوال ویډیو هم خپره کړې چې په کې یاد افغان کډوال ادعا کړې چې دی په دې هېواد کې اوسېدو قانوني اسناد هم لري، خو پولیسو ترې اسناد اخیستي او د ناقانونه کډوال په تور یې نیولی دی.


په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، وار له مخه له ګڼو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ ول خو د پولیسو له لوري د نیولو د لړۍ تېزولو ورته نوې اندېښنې پیدا کړي دي.


په اسلام اباد کې مېشت یو افغان کډوال سیدولي ازادي راډيو ته وویل: "دا د هغه افغانانو لپاره چې د طالبانو له وېرې پاکستان ته راغلي او وار له مخه له ګڼو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي، بله لویه غټه ستونزه ده چې ټولو افغان کډوال به ورسره مخ شي."


په پاکستان کې د دې هېواد د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو تازه لړۍ داسې مهال پیل شوي چې د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د پاکستاني پوله ساتو او طالب ځواکونو ترمنځ په تورخم کې د یوې پوستې په سر تر رامنځته شوې وسله‌والې نښتې وروسته دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ په مخه وتړل شوه او لا هم نه ده پرانیستل شوې.




په همدې حال کې د ترکیې انادولو خبري اژانس خبر ورکړی چې د دغه هېواد پولیسو د ترکیې په چنار کلا سیمه کې ۱۸ افغانان او په ادیرنه ولایت کې د افغانانو په ګډون ۱۲۲ نور ناقانونه کډوال هم نیولي، خو د نیول شویو افغانانو شمېر په کې دقیق شوی نه دی.


د نیولو شویو کډوالو د برخلیک په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ویل شوي، خو ترکیې په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه کړې ده.


په ترکیه کې یو افغان کډوال وحید ازادي راډيو ته وویل چې د پولیسو له وېرې له خپلو کارځایونو بهر نه شي وتلی.


هغه وویل: "په ترکیه کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر خراب دی، ټول نیسي او افغانستان ته یې ډیپورت کوي. هغه نیول شوي کډوال چې خپله ډیپورټي نه لاسلیکوي دوی یې نیسي او اته یا نهه میاشتې یې په سربندو کمپونو کې ساتي او له هغې وروسته یې بیا ډیپورټ کوي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نظر هم ولري، خو ویاند یې پوښتنې ځواب نه کړې.


له دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې د روان میلادي کال راهیسي د ترکیې پولیسو د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې له څلور زره ډېر افغانان نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net