اروپایي کمېسیون اوکرایني کډوالو ته د موقتي خوندیتوب د تمدید وړاندیز کوي
هغه اوکراینیان چې له جګړې په تېښته کې دي، هغه د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو د کډوالۍ له اوږدې پروسې استثنا دي.
دا کسان په مستقیم ډول د کډوالو له مرستو برخمن کېږي، د کار اجازه ورکول کېږي، د زده کړو زمینه ورته برابرېږي او کور هم ورسپارل کېږي.
د راپورونو له مخې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه شاوخوا شپږ میلیونه اوکراینیانو د اروپایي ټولنې په بېلابېلو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.
