ایران د افغانستان د ستونزو حل لپاره پر سیمهییزو هڅو ټینګار وکړ
ایراني رسنۍ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې راپور ورکوي چې حسین امیر عبداللهیان او اصف علي خان دراني پرون د افغانستان په تړاو خبرې وکړې.
د راپور له مخې عبداللهیان په سیمه او افغانستان کې د ایران او پاکستان پر اغېزمنې ونډې ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په دې برخه کې د خبرو ادامه به په سیمه کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
بل لور ته اصف علي خان دراني وویل چې اسلام اباد هم په افغانستان کې د سولې په تړاو له تهران سره د همکارۍ نیت لري.
