Добавить новость
123ru.net
World News
Сентябрь
2023

یوریشیاریویو: له هغو افغان متحدانو سره مرسته چې امریکا هېر کړل

0
یوریشیا ریویو:


یوریشیا ریویو خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی دی چې سرلیک یې دی، "له هغو افغان متحدانو سره مرسته چې امریکا هېر کړل."


په مطلب کې د ۲۰۲۰ کال له فبروري میاشتې راهیسې له طالبانو سره د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د سولې د خبرو د پیل یادونه شوې چې له مخې یې امریکايي پوځیان باید د ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې پورې له افغانستانه وتلي وای.


د ورځپاڼې د لیکنې په اساس د دې موافقې پر بنسټ د امریکا په مشرۍ نړیوالو سرتېرو له افغانستانه وتل پیل کړل او په نتیجه کې یې په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط شو.


یوریشیا ریویو زیاتوي، د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې جوبایډن د اوسني ولسمشر په توګه کار پیل کړ او هغه د طالبانو او ټرمپ د ادارې د سولې د دې نیمګړې موافقې د لغو کولو پرځای چې دا کار یې کولای هم شوای، یوازې دومره وکړل چې د امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه یې له مې څخه سپټمبر میاشتې ته وغځوله.


خپرونه وړاندې لیکي چې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو په جریان کې د اوه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول چې ډېره برخه یې یا د طالبانو لاس ته ورغلل او یا په سیمه کې تور بازار ته وړاندې شول.


خو د یوریشیا ریویو په لیکنه دا تاوان د هغه معنوي زیان په مقایسه چې امریکا خپل لسګونه زره متحدان چې په تېرو شلو کلونو کې یې د امریکا لپاره خورا زیاتې قربانۍ ورکړې وې په افغانستان کې یوازې پرېښودل.


ګارډین:


ګارډین ورځپاڼې د یوه راپور په اساس په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې په تېره یوه لسیزه کې د مخدر موادو پر ضد د نړیوالې مبارزې لپاره نژدې یو میلیارد ډالر لګېدلي، خو برعکس دې پیسو له بشري حقونو له سرغړونو سره مرسته کړې ده.


ورځپاڼه د اقتصادي همکاریو او پراختیا د څېړنیز سازمان او د زیانونو د مخنیوي د نړیوال غیرحکومتي سازمان د موندنو په اساس لیکي چې د مخدرو موادو د مخنیوي پر ضد د مبارزې د پالیسیو د ملاتړ لپاره د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ متحدوایالاتو ۵۵۰ میلیون ډالر او اروپايي ټولنې ۲۸۲ میلیون ډالر ځانګړي کړل.


ګارډین وړاندې لیکي چې بریتانیا له ۲۰۱۲ کال وروسته تراوسه په دې برخه کې ۲۲ میلیون ډالر ځانګړي کړي چې څه باندې لس میلیون ډالر یې په کولمبیا، موزمبیق، دومینیکن جمهوریت او پیرو کې لګول شوي.


ورځپاڼه دې راپور ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، په ۲۰۲۱ کال کې هومره پیسې چې د مخدرو موادو د مخنیوي د پالیسیو د ملاتړ په برخه کې د مرستې لپاره ځانګړي شوي د تعلیم او د کار د حقونو په برخو کې نه دي لګول شوي.


د افغانستان په ګډون د نړۍ ۹۲ هېوادونه چې لږ عواید لري په هغه فهرست کې شامل دي چې د مخدرو موادو د مخنیوي په برخه کې مرستې ترلاسه کوي.


د ګارډین د معلوماتو له مخې افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم د پولیسو د روزنې لپاره یوه اندازه پیسې ترلاسه کړې دي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وولکر ترک په روان ۲۰۲۳ کال کې د مخدر موادو پر ضد د مبارزې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا سازمان نه دی توانېدلی د نړۍ په هېوادونو کې د مخدرو موادو د تولید بهیر ودروي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net