Добавить новость
123ru.net
World News
Июль
2023

ځینې کتاب خپرونکي: په افغانستان کې د کتابونو د پېر، پلور او چاپ بازار سوړ شوی

0
په افغانستان کې ځینې کتاب خپرونکي وايي، د طالبانو له‌خوا د کتابونو پر چاپ د سانسور او محدوديتونو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړلو له امله د کتابونو د پېر او پلور او چاپ بازار سوړ شوی.


د کتابونو یو خپرونکی، چې له څو کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، ازادي راډيو ته یې وويل چې دا مهال په افغانستان کې د کتابونو د پېر، پلور او چاپ بازار ورځ تر بلې د سړېدو په حال کې دی.


هغه چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي، د دې وضعیت لامل د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل او د خپرونکو پر کار د طالبانو محدودیتونه ګڼي.


نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "یو د کورنیو کتابونو او بل د بهرنیو کتابونو د چاپ خبره ده. موږ ډېر کله کتابونو له ایران څخه راوړو. د داخلي کتابونو په اړه وايي چې تر چاپ مخکې یې راوړئ چې موږ یې وګورو او بیا یې د چاپ اجازه درکړو. هغه کتابونه چاپوو چې د چاپېدو وړ وي، خو که د چاپ وړ نه وي، اجازه نه راکوي. اوس په ګمرکونو کې هم ګتابونه ګوري، مخکې دا کار نه کېده. داسې کتابونه هم شته چې خرڅول یې منع دي، سلګونه کتابونه په ګدام کې لرو چې د خرڅلاو اجازه یې نه‌لرو."




یو بل کتاب خپرونکی فرهاد ملکزاده هم په افغانستان کې د ځوانانو د بې روزګاري او د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د کتابونو د پلور او لوست د بازار د پیکه‌والي اصلي عوامل بولي.


نوموړی وايي: "زموږ اکثره کتابونه درسي او معلوماتي دي. کله چې هلک یا نجلۍ ښوونځي او پوهنتون ته نه ځي، نو دا کتابونه څنګه پلورل کېدای شي؟ د جمهوریت په وخت کې داسې نه و، خو اوس هغه کتابونه چې غواړئ، چاپ یې کړئ، باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یې ولولي. د 'خامه ها و خاطره ها' په نوم یو کتاب و چې متاسفانه د چاپ اجازه یې ورنه‌کړه، ځکه د پخوا په اړه یې ځینې حقیقتونه ویلي وو، خو دوی و نه غوښتل چې هغه چاپ شي. "


په ورته وخت کې د پوهنتون ځینو محصلانو هم ازادي راډيو ته وویل چې په اوسنيو شرایطو کې د کار او عوایدو د نشتوالي له امله نه‌شي کولای کتابونه واخلي.


يو محصل چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي وايي: "د طالبانو له واکمنۍ او بدلونونو وروسته د مطالعې کچه ډېره راټيټه شوې ده، هغه کسان چې زما ملګري دي، هېڅ مطالعه نه کوي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې پوهنتونونه تړل شوي، د ښځو پر کار او فعاليت بندیزونه لګېدلي او د عاید کومه سرچینه نه‌لري، د کتابونو د اخیستلو وس نه‌لري. زه کله چې محصل وم، د سیمینارونو د وړاندې کولو او د عمومي معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر مې د پوهنتونو د کتابونو ترڅنګ ډېر نور کتابونه هم لوستل، خو له کوم وخت راهیسې چې پوهنتونه تړل شوي دي، یو کتاب مې هم نه‌دی لوستی."


دغه راز يو بل محصل چې دا هم راپور کې خپل نوم خپرېدل نه‌غواړي ازادي راډيو ته وويل: "د کتاب لوستل او مطالعه خورا ارزښتناکه ده، خو ښځې په تدریجي ډول د کتاب له لوستلو محرومېږي، ځکه دوی هېڅ عاید نه‌لري چې لاړې شي او د ځان لپاره کتابونه واخلي. ښځې نن له هر څه محرومې شوې دي او ورځ تر بلې له کتابونو لرې کېږو، ځکه د کتاب د اخیستلو لپاره بودیجه نه‌لرو چې وا یې خلو او وې لولو."


د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه چارواکي عبدالحق حماد په کتابونو د محدوديتونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


تر دې وړاندې په کابل کې د چاپخونو ځینو مسوولانو هم ویلي و، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوی کاروبار پیکه شوی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net